ایکنانیوز د میډل ایست نیوزله قوله راپور راکړ، د عراق د مخابراتو وزیر «هیام الیاسري» او د ایران د هلال احمر ټولنې مشر «پیرحسین کولیوند» په بغداد کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمینځ د ملګرتیا پر لارو چارو وغږېدل، په ځانګړي ډول د حسینی اربعین د زایرینو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو په برخه کې.
د عراق د مخابراتو وزارت په اعلامیې کې راغلي: دواړو لورو د زایرینو د تم ځایونو، د سرحدي تګلارو، او د کربلا، نجف، کاظمین او سامرا په لور د روانېدو پر لارو د وړیا انټرنټ د برابرولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
دغه راز، د موکبونو د ارتباطي اړتیاوو، د خدماتو پراخوالي، او د فني ملاتړ پر موضوع هم بحث وشو، څو د زایرینو لپاره ۲۴ ساعته اړیکې او مرسته برابره شي.
دواړو چارواکو دا هم وویل چې د هلال احمر ځانګړې طبي مشورتي شمېره به له فني پلوه تقویه شي، څو زایرین په عراق کې له دې لارې بیړني طبي خدمات ترلاسه کړي.
همداراز، دواړو خواوو د خدماتي ادارو ترمینځ د پوره همغږۍ اړتیا یاده کړه، څو نه یوازې له ایرانه، بلکې له نورو هېوادونو ورغلي زایرین هم ښه هرکلی او اسانتیاوې ترلاسه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4297462